اردوغان خپل اوکرایني سیال ته: کییف د ناټو د غړیتوب مستحق دی

د عکس ښي لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او چپ لور ته د هغه اوکراینی سیال ولودمیر زیلینسکي د روغبړ پر مهال

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل اوکرایني سیال ولودمیر زیلینسکي ته پرون وویل، چې کییف د ناټو د غړیتوب مستحق دی.

اردوغان په عین حال کې له زیلینسکي له مسکو سره د سولې خبرو ته د کېناستلو غوښتنه وکړه.

اردوغان په استانبول کې په هغه کنفرانس کې دا خبره وکړه چې زیلینسکي هم په کې حاضر و او زیاته یې کړه، چې له شک پرته اوکراین په ناټو کې د غړیتوب مستحق دی.

د ترکیې ولسمشر وویل، چې په پام کې ده بله میاشت د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ۵۰۰ ورځې مخکې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د لومړي وار لپاره ترکیې ته سفر وکړي.

اردوغان ویلي، د روسیې له ولسمشر سره به د بندیانو پر تبادله خبرې وکړي.

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي، د لېتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې د ناټو د راتلونکې اوونۍ د سرمشریزې په درشل کې څلورو هېوادونو ته د سفر پر مهال له اردوغان سره د خبرو لپاره ترکیې ته سفر وکړ.