ملګري ملتونه د زاپوریژیا اټومي بټۍ چت ته د لاسرسي موندلو هڅه کوي

د زاپوریژیا اټومي بټۍ یوه څنډه

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پرون جمعه وویل، هڅه کوي چې د زاپوریژیا اټومي بټۍ چت ته لاسرسی پیدا کړی.

د اوکراین د دې اټومي بټۍ د خوندیتوب په اړه وروسته له هغې اندېښنې ولاړې شوې چې اوکرایني چارواکو په دې بټۍ کې د روسیې له خوا د منفجره موادو د ځای پر ځای کولو راپور ورکړل شو.

روسیې د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې پر اوکراین د یرغل په لومړیو کې پر دغې اټومي بټۍ ولکه ټینګه کړه، چې د اټومي پېښې په باب یې اندېښنې ولاړې کړې.

روسیې تر اوسه د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د دې بټۍ د تفتیش او کتلو محدوده اجازه ورکړې او وجه یې روان امنیتي وضعیت ښودلی دی.

د دې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي، دوی دغې اټومۍ بټۍ ته د لاسرسي په برخه کې له محدودیت سره مخامخ دي.