پیټر فیالا: د اوکراین راتلونکې د اروپايي ټولنې او ناټو په غړیتوب کې ده

د عکس ښي لور ته د چک جمهوریت صدراعظم پیټر فیالا او چپ لور ته د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د خبري غونډې پر مهال

د چک جمهوریت صدراعظم وايي، د اوکراین راتلونکې د اروپايي ټولنې او ناټو په غړیتوب کې ده.

پیټر فیالا، چې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره تر غونډې وروسته نن یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل: "اوکراین زموږ او د ټولې اروپا د امنیت لپاره د جګړې په حال کې دی."

فیالا زیاته کړه چې چک جمهوریت به پر اوسنیو مرستو سربېره اوکراین ته پوځي هیلیکوپټرې هم ورکړي.

زیلینسکي له اروپايي چارواکو غوښتي چې سږکال په اروپايي ټولنه کې، اوکراین ته د غړیتوب د ورکولو په اړه د خبرو د پیل لپاره تر وسې وسې هڅې وکړي.