اروپايي ټولنې اوکراين سره د سمدستي مرستو پلان تاييد کړی

د اروپايي ټولنې د پارلمان ودانۍ ترڅنګ د دې ټولنې او اوکراین بیرغونه

اروپايي ټولنې د ځان د دفاع او د روسیې د یرغل پر ضد له اوکراین سره د سمدستي مرستې لپاره د مهماتو او توغندیو د تولید د پراخولو په هدف د پلانونو په تایید سره یو مهم ګام واخیست.

د اروپايي ټولنې ریاست نن د جولای ۷مه سهار اعلان وکړ چې د ټولنې غړو هېوادونو او اروپايي پارلمان توافق کړی چې سمدستي د مهماتو د تولید د ملاتړ لپاره له خپلې بودیجې څخه نیم میلیارد یورو ځانګړي کړي.

دا موافقه د اروپايي ټولنې د مشرانو د مارچ میاشتې د هغې پرېکړې په دوام کېږي چې اوکراین ته د اړتیا وړ مهماتو د استولو د پراختیا لپاره یې کړې وه.