امریکا کې د یو افغان وژنه؛ پولیسو د عاملانو نیونې لپاره ۲۵ زره ډالر انعام ټاکلی

ارشیف

یو افغان وګړی د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې په ډزو وژل شوی دی.

د واشنګتن ډي سي پولیسو پرون تایید کړه چې د نصرت احمدیار په نوم دغه افغان د سه شنبې په ورځ د واشنګتن په شمال ختیځه څنډه کې په ډزو ویشتل شوی او ځای په ځای یې ساه ورکړې.

د واشنګټن ډي سي پولیسو د هغو معلوماتو په بدل کې ۲۵ زره ډالر انعام ټاکلی چې د نصرت د وژنې د عامل یا د مرتکبینو د نیولو لامل شي.

په امریکا کې ځینو مېشتو افغانانو د نصرت احمد یار له کورنۍ سره د مرستې لپاره یو پروګرام هم جوړ کړی چې تر دې دمه ورته څه باندې ۱۶زره ډالر ټول شوي.

د راپورونو له مخې نصرت احمدیار د افغانستان یو پخوانی پوځي وو چې امریکا ته کډه شوی و.