اوکرايني چارواکي: په لویف کې د روسيې راکټي بريدونو له امله ۵ کسان وژل شوي

د اوکراین په لویف ښار کې د روسیې د راکټي بریدونو له کبله لګېدلې ودانۍ

اوکرایني چارواکي وايي، په لویف ښار کې د روسیې په راکټي برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.

اوکراین دا پر ملکي سیمو د روسیې تر ټولو سخت برید یادوي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت پرون د جولای ۶مه وویل چې په دې برید کې د استوګنې د یوې ودانۍ چت او دوه پورتني پوړونه ویجاړ شوي او د یوه ماشوم په ګډون ۳۴ کسان ټپیان شوي دي.

د لویف ښار چارواکو په وینا شاوخوا ۶۰ اپارتمانونه او ۵۰ موټرونه هم زیانمن شوي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي یوه ویډیو انلاین شریکه کړې چې په کې د ودانیو د بامونو برخې او پورتني پوړونه ویجاړ شوي، ښېښې ماتې او د ژغورنې کارکونکي د قربانیانو په لټه کې دي.