طالبانو په کاپیسا کې د یوې ډبرينې مجسمې د کشف خبر ورکړی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کاپیسا ولایت موقعیت

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو یو چارواکی وايي چې یوه ډبرینه مجسمه یې په یوه کور کې کشف کړې ده.

د کاپیسا لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز تېر ماښام پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، دا مجسمه چې د کوهبند ولسوالۍ د ارام کوټ سیمې په یوه کور کې تر خاورو لاندې وه، یوه کس موندلې او په دوهم کوهستان ولسوالۍ کې یې خپل کور ته وړې وه.

ده زیاته کړه چې دغه سړی په دې تړاو نیول شوی دی.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا دا مجسمه تر زرو کلونو پخوانۍ ده