طالبانو د ښځینه سینګارتونونو د تړلو لامل په ډاګه کړ

ارشیف: په کابل کې د یوه سینګارتون مخې ته وسله وال طالب پلی روان دی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر نن د ښځینه سینګارتونونو د تړلو په اړه د دوی د ناندریزې پرېکړې ننګه وکړه.

نوموړي رسنیو ته په یوه استولي ویډیویي پیغام کې ویلي: "د هېواد ناوړه اقتصادي وضعیت ته په پام په دې سینګارتونونو که ډېر لګښت کېده او د زلمي پر کورنۍ ډېر فشار راتله او پیسې ترې اخیستل کېدې، بله دا چې په شرعي توګه دا جایزه نه ده چې یو انسان ته د نورو انسانو ویښتان د زینت لپاره لګول کېږي، درېیم دا چې هلته د ښځینه‌وو وریځې ویستل کېږي او دا د شریعت سره څرګنده مخالفت دی."

د افغان ښځو او نجونو او بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د طالبانو له خوا د ښځو پر سینګارتونونو بندیز د هغو ښځو کارونو ته زیان رسوي چې د کورنیو نفقه ګټونکې وې.

ملګرو ملتونو ویلي، پر سینګارتونو بندیز به پر اقتصاد منفي اغېز وکړي او له طالبانو يې غوښتي، چې له دې پرېکړې په شا شي.

د بشر د حقونو د څار سازمان هم د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو سینګارتونونو ته یوه میاشت وخت ورکړی څو خپلې دروازې وتړي.