د بېلاروس ولسمشر: د واګنر ډلې مشر بېرته روسیې ته ستون شوی

د واګنر اجیرې ډلې مشر یوګیني پریګوژین

د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو ویلي چې د روسیې د واګنر اجیرې ډلې مشر یوګیني پریګوژین له لنډې جلاوطنۍ وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی.

پرګوژین په روسیه کې تر وسله وال بغاوت وروسته د بېلاروس د مشر په منځګړیتوب له روسیې بهر شوی او په بېلاروس کې مېشت شوی و.

د بېلاروس د خبري اژانس د راپور له مخې، د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو نن د جون ۶مه وویل تر کومه ځایه چې هغه پوهېږي، د واګنر جنګیالي په خپلو دایمي کمپونو کې پاتې دي او یوګیني پریګوژین په سنټ پیترزبورګ کې دی.

واګنر جنګیالیو د جون په ۲۳مه د روسیې روستوف ښار ونیوه او د دې ډلې مشر خپل ۲۵زره جنګیالي مسکو ته ور مارش کړل.

هغه خپل جنګیالي بېرته راوګرځول.

د واګنر د اجیرانو د ډلې د مشر یوګیني پریګوژین له دغه بغاوت سره، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین حکومت په څه باندې دوو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره له جدي ګواښ سره مخامخ شو.