ملګري ملتونه: طالبانو او مقاومت جبهې د جګړو لپاره ماشومان ګمارلي

په میدان وردګو کې د طالبانو وسله وال غړي

ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې له ماشومانو سره د تاوتریخجن چلند او په جګړو کې د هغوی پر ګمارلو اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو دا راپور پرون خپور شوی، چې له مخې یې د نړۍ په ځینو برخو کې د ماشومانو وضعیت مخ په خرابېدو بلل شوی.

رپوټ په کانګو جمهوریت، اسراییل او فلسطین، سومالیا، سوریه، اوکرایین، افغانستان او یمن کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په دغو هېوادونو کې یې د وسله والو شخړو پر مهال د ماشومانو پر ګمارنې او له هغوی سره د تاوتریخوالي پېښې ثبت کړې دي.

د افغانستان په اړه په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش خبرو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي: "په افغانستان کې د ماشومانو د ګمارنې او له هغوی سره د تاوتریخجن چلند ۱۷۹۷ پېښې ثبت شوي."

د ملګرو ملتونو د دغه راپور له مخې، طالبانو په تېرو کلونو کې ۴۹۴ ماشومان د جګرې لپاره ګمارلي دي.

طالبان دغه راز تورن شوي، چې په ۲۰۲۲م کال کې یې ۶۹ هلکان له ملي مقاومت جبهې سره د تړاو په تور نیولي.

سرچینه زیاتوي، چې تراوسه له دې ډلې ۲۹ تنه بېرته خوشې شوي او ۲ نور یې د طالبانو په توقیف کې مړه شوي.

د ملګرو ملتونو راپور همدارنګه تایید کړې چې ملي مقاومت جبهې هم ۱۵ ماشومان د جګړې لپاره استخدام کړي.

مقاومت جبهې او طالبانو لا د ملګرو ملتونو د دغه راپور په اړه تبصره نه ده کړې.