په زاپوريژیا اټومي بټۍ کې د نورو پلټنو اجازه غوښتل شوې

د زاپوریژیا اټومي تاسیساتو یوه څنډه

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې پرون چهارشنبې غوښتنه وکړه چې د دې ادارې څارونکو ته دې د اوکراین د زاپوریژیا اټومي تاسیساتو په نورو برخو کې د پلټنې اجازه ورکړل شي، ترڅو د هغو ادعاو سپیناوی وکړي چې وايي، په سیمه کې ماینونه او چاودېدونکې وسیلې ځای پر ځای شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي روانه اوونۍ یوځل بیا خبرداری ورکړ چې روسیه په پام کې لري، تر خپلې ولکې لاندې دې تاسیساتو کې لمسونکي اقدامات وکړي او د اوکراین پوځ وویل چې چاودېدونکو وسیلو ته ورته بهرنۍ وسیلې د دې تاسیساتو په چت کې ځای پر ځای شوي دي.

د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل، پلټونکو یې د دغو ادعاو پر اساس د دې تاسیساتو ځینې برخې کتلي، خو ماینونه یا نورې چاودېدونکې وسیلې یې نه دي موندلي.

هغه زیاته کړه، څارونکي یې غواړي چې ورته د درېیمې او څلورمې اټومي بټیو له چتونو څخه د کتنې اجازه ورکړل شي.