وانګ وینبین: امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته افغانانو ته ورکړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني بېرته افغانانو ته په لاس کې ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین پرون چهارشنبه په پېکېنګ کې خبریالانو ته ویلي، امریکا باید پر افغانستان لګول شوي یو اړخیز بندیزونه هم لرې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه د وانګ وینبین پرونۍ خبرې خپرې کړي، خو دا جزییات په‌کې نه‌شته چې چين پر افغانستان د امریکا د کومو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کوي.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې بیا واک ته ورسېدل، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان بانک ۷ میلیارده ډالره شتمني چې د امریکا د فدرال بانک په زېرمو کې و، کنګل کړل.

وروسته بیا د امریکا د ولسمشر جوبایډن د یوې پرېکړې له مخې د کنګل شویو شتمنیو سمه نیمایي، یا درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالره په سویس کې د امانت یوه صندوق ته وسپارل شوې.

د امانت دغه صندوق چې د مدیره پلاوي دوه غړي یې افغانان دي، له یادو پیسو څخه د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره کار اخلي.