شمالي وزيرستان کې له ځانمرګي بريد وروسته د پلټنې عمليات پيل شوي

پاکستاني ځواکونه په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال

په شمالي وزیرستان کې له پروني ځانمرګي برید وروسته پولیسو د پلټنې عملیات پيل کړي دي.

دا خبره پاکستاني رسنیو د شمالي وزیرستان د پولیسو د مشر سلیم ریاض په حواله کړې ده.

د پلټنې دا عملیات د هغه ځانمرګي برید د عاملینو د نیولو په هدف پیل شوي چې پرون چهارشنبه یې له کبله یو ماشوم او درې امنیتي سرتېري ووژل شول او شاوخوا لس ملکیان ټپيان شول.

سلیم ریاض ویلي، دغه ځان مرګی برید د بنو او میرانشاه ترمنځ لویه لاره کې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پر یوه پوسته باندې شوی دی.

تر اوسه له افغانستان سره په نږدې پرتې دغې سیمه کې د شوي ځانمرګي برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو تر دې وړاندې تحریک طالبان پاکستان او یو شمېر نورو ډلو د ورته بریدونو مسوولیت منلی دی.