طالبان: وروستیو طبیعي پېښو ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي

په لوګر کې وروستیو سېلابونو هم زیانونه اړولي دي.

طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، د وري یا حمل میاشتې راهیسې په افغانستان کې په طبیعي پېښو کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس او ویاند شفیع الله رحیمي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل: "د روان کال د وري میاشتې نه تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله له بده مرغه ۱۵۱ کسان شهیدان، ۲۲۵ کسان ټپیان، ۲۱۶۲ کورونه په نیمه یا بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۳۲۹۹ څاروي او ۱۵۲۷۰ جریبه کرنیزې ځمکې او مېوه لرونکي باغونه له مینځه تللي دي."

د رحیمي په وینا، په ځپل شویو سیمو کې سروې روانه ده او تر اوسه یې وزارت له کورنیو او نړیوالو موسسو سره په همغږۍ په له ۷۸ زره زیاتو زیانمن شویو کورنیو باندې مرستې ویشلي او دغه لړۍ روانه ده.