طالبانو د شانګهای سرمشریزې د اعلامیې د ځینو برخو هرکلی وکړ

په هند کې د شانګهای سازمان د غونډې انځور

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د شانګهای د همکارۍ د سازمان د سرمشریزې د پای د اعلامیې د هغې برخې هرکلی وکړ چې د یوه خپلواکه، باثباته، متحد، له جنګ او له مخدره موادو څخه پاک افغانستان څخه یې ملاتړ کړی او هم یې له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام او د کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې د اسانتیا برابرولو یادونه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزرات په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې اسلامي امارت د سیمې د امنیت اوثبات او د همکاریو د پراخوالي په اړه د ښې همغږۍ د رامنځته کولو په هدف د ورته ناستو هرکلی کوي او غواړي چې په دا ډول غونډو کې افغانستان د څارونکي په توګه خپل استازی ولري.

دې مجازي سرمشریزې ته چې هند یې پرون کوربه و، د طالبانو چارواکي نه وو وربلل شوي.

د طالبانو حکومت ویلي، د دې سازمان په بله سرمشریزه کې چې په قزاقستان کې جوړېږي باید د افغان حکومت استازي ته په کې د ګډون زمینه برابره شي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په خپره کړې اعلامیه کې یو امن، باثباته لرونکی افغانستان د ټولې سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهم بللی دی.