ملګري ملتونه: تېر کال په نړۍ کې د افغان کډوالو شمېر ۹.۲ ميليونه ته رسېدلی

ارشیف: پاکستان ته تللي افغان کډوال. September 30, 2021

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' وایي، د ۲۰۲۲ کال تر پایه په نړۍ کې د هغو افغانانو شمېر ۹.۲ ميلیونو ته رسېده چې کډوالۍ ته اړ کړای شوي دي.

دا د مخکېني ۲۰۲۱ کال په پرتله د افغان کډوالو په شمېر کې ۴۳ سلنه زیاتوالی دی.

تېر ۲۰۲۲ کال یوازې ۲.۶ ميلیونه افغانان ایران ته کډوال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په هغه راپور کې چې پرون سې شنبې یې خپور کړی ویلي چې د دغو افغان کډوالو نیم ميلیونه یعنې تر ۹۲ سلنې پورې یې په اسیا کې اوسي.

د راپور له مخې ایران او پاکستان د څه باندې نوي سلنه افغان کډوالو کوربانه دي.

يو ان ایچ سي آر افغانستان د سیمې هغه هېواد یاد کړی چې هر کال ورڅخه تر ټولو زیات کسان کډوالۍ ته مخه کوي.