چارواکي: خارکییف کې د روسي ځواکونو برید له کبله تر ۴۰ ډېر کسان ټپیان شوي

د خارکییف سیمې والي ویلي چې دا راکټي برید پرون ماسپښین وشو او په نتیجه کې یې ګڼ شمېر موټر وسوځېدل او د سیمې د اوسېدونکو د کورونو کړکۍ ماتې شولې.

اوکرایني چارواکي وايي چې د خارکییف سیمې پر پېروو مایسکي ښارګوټي د روسیې د پرونۍ راکټي حملې په نتیجه کې د ۱۲ ماشومان په ګډون له ۴۰ زیات کسان ټپیان شوي.

د خارکییف سیمې والي اولېه سیني هوبوف پر خپل ټلېګرام لیکلي چې دا راکټي برید پرون ماسپښین وشو او په نتیجه کې یې ګڼ شمېر موټر وسوځېدل او د سیمې د اوسېدونکو د کورونو کړکۍ ماتې شولې.

بل خوا د اوکراین پوځ راپور ورکړی چې په دونېڅک سیمه کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ درنې جګړې روانې دي.