د سوډان پلازمېنه خرطوم کې بیا سختې جګړې شوي

خرطوم کې د روانې جګړې یو انځور

د سوډان د پلازمېنې خرطوم په ډېرو برخو کې پرون سې شنبه د سختې جګړې راپور ورکړل شو.

د فرانسې خبري اژانس د عیني شاهدانو په وینا راپور ورکړی، چې یوه جنګي جېټ الوتکه هم نسکوره کړای شوې او په ګڼو سیمو کې د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

یوه عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، کله چې الوتکه نسکورېده پیلوټان یې ولیدل، چې د پراشوټ په مرسته ځمکې ته ښکته شول.

د چټک ملاتړ په نوم د ملېشه ځواکونو یوې سرچینې ویلي، د سوډان د وسله والو ځواکونو دغه الوتکه دوی ویشتلې ده.

په سوډان کې د چټک ملاتړ د ځواکونو او د سوډان د وسله والو ځواکونو ترمنځ د اپرېل میاشتې له ۱۵مې جګړې روانې دي، چې تر اوسه یې له کبله نږدې ۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

که څه هم د جګړو ښکېلو اړخونو په وار وار پر اوربند موافقه کړې، خو یو اوربند هم تر پایه نه دی رعایت شوی.