د شانګهای سازمان غړو د سیمې امن او ثبات د افغانستان له وضعیت سره تړلی وباله

په نوې ډیلي کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې انځور

د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو، د سیمې امن او ثبات د افغانستان له وضعیت سره تړلی وباله.

د دې سازمان په هغه ګډه اعلامیه کې چې پرون سې شنبه د نوي ډیلي په مشرۍ د دوی د انلاین غونډې په پای کې خپره شوه راغلي، چې د دې سازمان غړي د یوه خپلواک، بې پرې، متحد، سوله ییز، له تروریزم او مخدره موادو پاک افغانستان ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل ضروري ګڼي، چې د ټولنې ټول قشرونه په کې ونډه ولري.

د شانګهای د همکارۍ سازمان کې چین، روسیه، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او هند دایمي غړي دي، خو د ایران غړیتوب په پرونۍ غونډه کې رسماً ومنل شو.

د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې بشري وضعیت ته په پام، غړي هېوادونو له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.