په ختیځ کې پر زیانګالو افغانانو څه باندې ۲۵۰۰ مټریک ټنه وریجې وېشل کېږي

افغانستان کې په خوارکي توکو بار د ډبلیو ایف پي موټرې

د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر وايي، د جنوبي کوریا د حکومت له خوا مرسته شوې څه باندې ۲۵۰۰ مټریک ټنه وریجې د دوی ګودامونو ته تسلیم کړای شوې.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې پرون په خپل ټویټر کې خبر ورکړی، چې دغه وریجې به د افغانستان په ختیځ کې پر زیانګالو کورنیو ووېشل شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبیلو ایف پي' خبرداری ورکړی، چې د روان کال د اکټوبر تر پایه به د دوی د خوراکي توکو د وېش زېرمې ختمې شي.

ډبلیو ایف پي وايي، د روان کال تر اکټوبر میاشتې پورې پنځه میلیونه اړو افغانانو سره د خوراکي موادو مرسته کولای شي.