کایا کالاس: د اوکراین لپاره امنیتي تضمین د ناټو په پوځي تړون کې غړیتوب دی

د ایستونیا صدراعظمه کایا کالاس

د ایستونیا صدراعظمه وايي، د اوکراین لپاره امنیتي تضمین د ناټو په پوځي تړون کې غړیتوب دی.

کایا کالاس پرون وویل، د ناټو غړو هېوادونو ته دا مهمه ده چې د لېتوانیا په پلامېنه ویلنیوس کې د خپلې راروانې سرمشریزې پر مهال د عملي اقداماتو په باب پرېکړه وکړي.

هغې ویلي، دا مهمه ده چې د جولای د ۱۱مې او ۱۲مې د سرمشریزې پر مهال د بخارست له ژمنو هاخوا عملي اقدام وشي.

د هغې اشاره په ۲۰۰۸م کال کې د ناټو د سرمشریزې هغه پرېکړه لیک ته وه، چې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب یادونه په کې شوې وه، خو په دې برخه کې کوم مشخص مهالوېش نه و ټاکل شوی.

تر دې مخکې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیتري کولیبا ویلي وو، چې د اوکراین د جګړې تر پایته رسېدو وروسته به دا د اروپا لپاره ځانوژنه وي، که اوکراین د ناټو د غړي په توګه ونه مني.