یوناما: طالبان دې پر سينګارتونو د بندیز پرېکړه بېرته واخلي

ارشیف: په جلال اباد کې یوه سینګار خونه

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د طالبانو له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د ښځو د سینګارخونو د بندولو پرېکړه بېرته واخلي.

یوناما نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د ښځو پر حقونو دغه نوی محدودیت به پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړي او هم له هغو ژمنو سره په ټکر کې دی چې د سوداګرو ښځو د ملاتړ لپاره شوي دي.

یوناما ویلي چې له هغو اړخونو سره به چې د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره هڅې کوي، خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکړي.

په هغه مکتوب کې چې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت له خوا د کابل ښاروالۍ ریاست ته استول شوی او په ټولنیزو رسنیو کې لاندې باندې کېږي، د طالبانو د مشر د شفاهي هدایت له مخې په کابل او ولایتونو کې د ښځو سینګارخونو ته د سرطان میاشتې له درېیمې د اسد میاشتې تر درېیمې پورې وخت ورکړل شوی چې د خپلو سینګارخونو د تړلو لپاره اقدام وکړي او د اسد له درېیمې وروسته نور د فعالیت اجازه نه لري.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو مسوولې هیدر بار هم د طالبانو د دغې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښکاره کړې او نن یې په یوه ټویټ کې ویلي چې داسې احساس رامنځته شوی چې د طالبانو چارواکي ټوله ورځ په دې فکر کوي چې د ټولنې په نورو کومو برخو کې ښځې فعالې چې له هغو یې هم راوګرځوي.