ترافیکي پېښې؛ طالبان: ټول افغانستان کې ۳۷ کسان مړه او ۱۳۲ ټپیان دي

ارشیف: د کابل-کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې انځور

د طالبانو د حکومت د ترافيکو عمومي رياست وايي، د لوی اختر په څلورو ورځو او دوه ورځې له هغه څخه وړاندې د ترافيکي پېښو په پايله کې په ټول افغانستان کې ٣٧ تنه مړه او ١٣٢ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ترافيکو عمومي رياست په ټول افغانستان کې د لوی اختر په څلورو ورځو او تر هغې دوه ورځې مخکې د ۶۶ ترافيکي پېښو د ثبت خبر ورکوي.

د دې ادارې د پلان مدیر عبدالودود خیرخواه ازادي راډيو ته وویل چې، د دغو پېښو په پایله کې ۳۷ تنه وژل شوي او ۱۳۲ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي: "له ۱۴۰۲ /۴ /۵ څخه تر ۱۴۰۲ /۴ /۱۰ پورې په ټول هېواد کې د ۶۶ ترافيکي پېښې شوي چې په ۲۵ پېښو کې د نارينه، ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۷ تنه وژل شوي او ۴۱ نور پېښو کې ۱۳۲ کسان ټپیان شوي دي."

خو خیرخواه د دغو ترافیکي پېښو د اصلي عواملو په اړه جزئیات ورنه کړل.

په هرات ولايت کې د طالبانو د حکومت د ترافيکو د څېړنې مشر سيد ګلاب شاه يوسفي وايي چې يوازې په دغه ولايت کې د اختر په درې ورځو او له هغې وروسته په يوه ورځ کې ۴۰ ترافيکي پېښې رامنځته شوي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په هرات ولایت کې د اختر په درېیو ورځو کې او یوه ورځ وروسته له هغې چې رخصتي وه، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۰ ترافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې ۲ تنه مړه او ۵۴ نور ټپیان شوي دي."

ارشیف: هلمند کې ترافیکي پېښه

خو یو شمېر سیمه ییزو رسنیو د هرات ولایت د حوزوي روغتون د عاجلې څانګې د مسوول احمد فرهاد افضلي له قوله ویلي، چې د اختر د ورځو په ګډون په پنځو ورځو کې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۵۹ تنه ټپیان او ۳ تنه مړه شوي دي.

احمد جاوېد چې د بغلان ولايت يو تن اوسېدونکى دى وايي، د لوی اختر په ورځ يې د کابل - جلال اباد پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې د عمه زوى ټپي شوى دى.

نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زما د عمه زوی له خپلو وروڼو او اوښي سره د اختر په ورځ جلال اباد ته پر لاره وو، چې موټر یې ټکر وکړ او په بشپړه توګه ویجاړ شو، خپله هم ټپي دی."

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست هم چې د طالبانو په ولکه کې دی، د باختر اژانس خبريال ته ويلي چې د اختر په ورځو کې په ترافيکي پېښو کې ١٧٠ تنه ټپيان د دغه ولايت روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي وو، چې له دې جملې څخه دوه تنه يې مړه شول.

د باختر آژانس د راپور له مخې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د باميانو په ولايت کې د باميانو او د بند امير ترمنځ په لاره کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.

د افغانستان ښاريان وايي، پر لويو لارو زياتره ترافيکي پېښې رامنځته کېږي او د ډېرو دغو پېښو لامل د لارو خرابوالی او د موټرچلونکو بې احتياطي بلل شوې.