د عمران خان د فساد قضیه؛ د تورنو کسانو د نیولو لپاره اضافي صلاحیتونه ورکړل شوي

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان

د پاکستان ولسمشر په یوه فرمان کې د فساد پر ضد ځانګړې محکمې ته، چې دا مهال د فساد په قضیو کې د پخواني صدراعظم عمران خان د لاس لرلو په اړه تحقیقات کوي د تورنو کسانو د نیولو لپاره اضافي صلاحیتونه ورکړي.

جیو نیوز راپور ورکړی چې د فرمان له مخې د فساد ضد ځانګړې محکمې ته صلاحیت ورکړل شوی چې د نیولو حکمونه ورکړي او تورن کسان په هغه صورت کې چې په تحقیقاتو کې همکاري ونه کړي، د ۳۰ ورځو لپاره په توقیف کې وساتي.

عمران خان چې د فساد په څو قضیو کې د لاس لرلو په تور له واکه لیرې شو په تېره مې میاشت کې د فساد ضد محکمې له خوا ونیول شو، خو د ده نیولو پراخ اعتراضونه وپارول چې وروسته بیا په ضمانت خوشې شو.