طالبانو په افغانستان کې د ښځو د سینګار خونو د بندېدو امر کړی

ارشیف: په کابل کې د یوه سینګار خونې مخې ته یو وسله وال طالب پلی روان دی.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو د سینګار خونو د بندېدو امر کړی.

رویټرز خبري آژانس د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ویاند محمد صادق عاکف له قوله خبر ورکړی چې وايي، ټولې سینګار خونې باید د یوې میاشتې په ترڅ کې بندې شي.

د ښځو سینګار خونې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته فعالې وې، خو وروسته له دې چې د طالبانو حکومت تېرکال د نجونو لېسې او منځني ښوونځي بند کړل، بیا یې د ښځو حمامونه او پارکونه وتړل او وروسته یې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه تل دا وېره وه چې د سینګار سالونونه به بندېږي.

د نړې دولتونو او ملګرو ملتونو پر ښځو د طالبانو ځپونکي اقدامات غندلي، خو د سینګارخونو د بندېدو د حکم په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.