د روسیې او چین ولسمشران د شانګهای سرمشريزه کې ګډون کوي

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر و لادمیر پوتین او چپ لور ته د هغه چینايي سیال شي جین پينګ

ټاکل شوې د روسیې او چین ولسمشران و لادمیر پوتین او شي جین پينګ نن د شانګهای سازمان په انلاین سرمشریزه کې چې په هند کې جوړېږي ګډون وکړي.

رویټرز اژانس لیکلي، دا به د جون په ۲۳مه او ۲۴مه په روسیه کې د حکومت په ضد د واګنر ډلې له وسله وال بغاوت وروسته لومړی ځل وي چې پوتین یوه نړیواله غونډه کې راڅرګندېږي.

د شانګهای د نننۍ غونډې کوربه د هند صدر اعظم نریندرا مودي دی.

مودي شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې امریکا ته تللی او هلته یې له ولسمشر جوبایډن سره په خبرو کې ځانونه د نړۍ په کچه یو له بل سره نږدې ملګري وبلل.

هندي رسنیو ویلي، غونډې ته د قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان مشران د ګډونوالو په توګه او د بېلاروس، منګولیا او ایران چارواکي د څارونکو په توګه بلل شوي دي.