هند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه؛ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کېږي

د شانګهای سازمان غړیو د روان میلادي کال په مې میاشت کې هم هند کې غونډه کړې وه چې د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په کې ګډون کړی و.

نن په هند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشريزه جوړېږي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په نننۍ سرمشریزه کې به د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وشي.

هند په شانګهای کې د دایمي غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته د لومړي ځل لپاره د دغه سازمان د سرمشریزې کوربه دی.

د دې غونډې مشري د هند صدراعظم نریندرا مودي کوي او خپل پاکستاني سیال شهباز شریف ته یې هم د ګډون بلنه ورکړې ده.

د هند او پاکستان په ګډون د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته تل د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

افغانستان چې د دغه سازمان څارونکی غړی دی، تل د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزو او ناستو د اجنډا یوه مهمه برخه جوړوي.