د ناټو د سرمنشي د کار موده د يو بل کال لپاره غځول کېږي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

تمه ده د ناټو سازمان غړي هېوادونه د یوه بل کال لپاره د سرمنشي ینس سټولټنبرګ د کار موده تمدید کړي.

څلورو ډیپلوماتانو، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دا پرېکړه په وروستیو اوونیو کې په پراخه کچه مطرح شوې او تمه ده، چې د نن ورځې په غونډه کې به په رسمي توګه تصویب شي.

ینس سټولټنبرګ چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ناټو عمومي منشي دی، په څو بحرانونو کې یې د دې اتحاد مشري کړې ده.