د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو کې ۸ فلسطینیان وژل شوي

د اسراییلي ځواکونو له لوري د فلسطین په جنین ښار د ډرون الوتکو تر بریدونو وروسته له سیمې لوګي پورته کېږي.

اسراییلي ځواکونو د فلسطین په جنین ښار باندې د ډرون الوتکو بریدونه کړي او لږ تر لږه اته فلسطینیان یې وژلي.

دا په ختیځه څنډه کې د اسراییل تر ټولو لوی پوځي عملیات بلل کېږي چې سلګونه عسکر یې هم په‌کې شامل دي او د راپورونو له مخې بریدونه تر ماښامه روان وو.

د اسراییل پوځ ویلي چې په جنین کې یې د وسله‌والو یو مرکز هدف ګرځولی.

د فلسطیني روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییل په بریدونو کې د دوشنبې په ورځ د اتو کسانو په وژل کېدو سربېره ۲۷ تنه ټپيان شوي هم دي.