پاکستان ته د امریکا د کډوالۍ په نیت تللي افغانان له کومو ستونزو سره مخ دي؟

ارشیف: پاکستان ته د امریکا د کډوالۍ په نیت تللي د پي۱ او پي۲ کېس درلودونکو افغانانو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

پاکستان ته د امریکا د کډوالۍ په نیت تللي افغانان وایي، له سختو ستونزو سره مخ دي.

له دې ډلې مدونا حیدر چې د افغان پناه غوښتونکو په استازولۍ تېره شپه ازادي راډیو سره غږېدله وویل چې له اتلسو میاشتو راهیسې پاکستان کې دي، خو لا هم امریکا ویزې نه دي ورکړي.

د راپورونو له مخې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یوازې پاکستان ته شپږ لکه افغانان کډه شوي.

په دې ډله کې زرګونه هغه کسان هم شامل دي چې له امریکايي بنسټونو او موسسو سره یې کار کړی او د پي۲ او پي۱ ځانګړو ویزو لپاره یې غوښتنې کړي.

له اغلې مدونا حیدر سره صفي الله ستانکزي خبرې کړي او په سر کې یې ورنه د دغو افغانانو د عمده ستونزو په اړه پوښتنه کړې.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

حیدر سره مرکه