زیلینسکي: اوکرايني ځواکونه ګام په ګام د پرمختګ په حال کې دي

د اوکراین ختیځ کې د روانې جګړې یو انځور

په داسې حال کې چې د اوکراین د ختیځ او جنوب په ځینو برخو کې لاهم جګړې روانې دي، کییف په ځینو سیمو کې د کوچنیو پرمختګونو ادعا کوي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن پر ټویټر ولیکل چې تېره اوونۍ د جګړې په لومړۍ کرښه کې وضعیت ستونزمن و، خو د ده په وینا اوس اوکرایني ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

هغه زیاتوي چې دوی ګام په ګام د پرمختګ په حال کې دي.

اوکرایني چارواکي وايي، چې د روسیې د پوځي یرغل پر وړاندې د اوکراین د پوځ دفاعي حملې، د روسیې د پوځي ځواکونو له جدي مقاومت سره مخامخ شوې دي.