ایران کې خبرياله 'ګلرخ ابراهيمي ایرایي' په پنځه کاله بند محکومه شوې

ګلرخ ابراهیمي ایرایي

د ایران د استېناف یوې محکمې پېژندل شوې فعالې او خبریالې ګلرخ ابراهیمي ایرایي ته د پنځو کلونو سزا اورولې ده.

دا خبره د هغې ملاتړیو پرون یکشنبې وکړه.

نوموړې د اعتراضي غورځنګ په پیل کې نیول شوې او تر اوسه زنداني ده.

ایرایي چې په غیرقانوني غونډو او د ملي امنیت ضد تاوتریخوالي کې د ګډون په تور په زندان محکوم شوې د استېناف په محکمه کې یې د اعتراض په توګه له راڅرګندېدو ډډه کړې او ویلي یې دي چې د محکمې مشروعیت نه مني.

نوموړې په سپټمبر میاشت کې د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د مهسا امیني د مړیني په وړاندې د اعتراضي لاریون په پیل کې د پولیسو له‌خوا په خپل کور کې ونیول شوه.