ګرمه هوا؛ په نیمروز کې د ایسکریم خرڅولو بازار تود شوی

Your browser doesn’t support HTML5

په نیمروز کې د هوا په ګرمېدو سره د ایسکریم خرڅولو د دوکانونو بازار تود شوی دی. د ایسکریم خرڅولو دوکانونه همداراز د ځوانانو د راټولېدو او بنداړ په ځای هم بدل شوی دی. نیمروز کې په دې وروستیو کې د تودوخې درجه ۴۵ سانتي ګراډ ته رسېدلې ده.