د بنګله‌دېش پر وړاندې شل اوریزو سیالیو ته د افغانستان لوبډله اعلان شوه

د بنګله دېش پر وړاندې افغان لوبېدونکې لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري د بنګله‌دېش پر وړاندې دوه شل اوریزو سیالیو ته ۱۶کسیزه لوبډله اعلان شوه.

د یکشنبې په ورځ د یادې ادارې له لوري ازادي راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې سیالیو ته یې ځینې پخواني لوبغاړي هم بېرته رابللي دي.

په اعلان شوې لوبډله کې راشدخان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، شهزادمحمدي، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، صدیق اتل، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، فضل حق فاروقي، نوین الحق، وفادار مومند، فریدملک، نوراحمد او مجیب الرحمن شامل دي.

وروسته له هغې چې کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې په مشرتابه کې بدلون راوست، ټاکل شوې ډلګۍ هم یو وار بیا پخوانیو لوبغاړو ته بېرته په ملي لوبډلو کې د لوبېدو فرصت ورکړ.

افغان لوبډله به د روانې میاشتې په ۵مه نېټه له بنګله‌دېش سره لومړی د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

دواړه هېوادونه به د همدې میاشتې په نیمايي کې دوه شل اوریزې سیالۍ هم ولوبوي.

باید وویل شي چې افغان لوبډله د یادو سیالیو لپاره تېره ورځ د جولای په لومړۍ نېټه بنګله‌دېش ته رسېدلې ده.