د یوناما پخواني مرستیال د تعلیم د فعال مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د تعلیم فعال او د قلم لار ټولنې مسوول مطیع‌الله ویسا د مارچ میاشتې پر ۲۷مه په کابل کې د طالبانو له خوا ونیول شو، چې تر اوسه خوشې شوی نه دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما پخواني مرستیال توبي لینزر د تعلیم د فعال مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

هغه نن یکشنبه د ویسا په اړه د یوې ویډیو له بیا ټویټ کولو سره لیکلي، چې لوی اختر د ویسا د خوشې کولو لپاره بهترین وخت و.

د تعلیم فعال او د قلم لار ټولنې مسوول مطیع‌الله ویسا د مارچ میاشتې پر ۲۷مه په کابل کې د طالبانو له خوا ونیول شو، چې تر اوسه خوشې شوی نه دی.

طالبانو ویلي، ویسا د دوی د نظام پر خلاف د خلکو د هڅونې په تور نیول شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په لسګونو فعالان، خبریالان او نور کسان نیول شوي، چې ځینې یې خوشې شوي او ځینې یې لا هم د طالبانو په توقیف کې دي.