چارواکي: روسیې پر کییف او شاوخوا ساحو بیا د بې پیلوټه الوتکو حمله کړې

پر کییف د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو یو انځور

د اوکراین یو پوځي چارواکی وايي، روسیې تېره شپه تر ۱۲ ورځنۍ وقفې وروسته پر پلازمېنه کییف او شاوخوا ساحو بیا د بې پیلوټه الوتکو حمله کړې ده.

اوکراین وايي، په دغه حمله ګې په ایران کې د شاهد په نوم جوړې شوې ۸ بې پیلوټه الوتکې او درې کروز توغندي شامل وو، چې ویشتل شوي دي.

د کییف پوځي مشر سرهی پوپکو په ټلیګرام کې دا پر کییف د دښمن بله حمله بللې ده.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر ویلیم برنز پرون شنبه ویلي، چې په اوکراین کې د روسیې جګړې د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتین تباه کوونکی اغېز کړی دی.

برنز چې په بریتانیا کې په دې باب خبرې کولې، پر اوکراین د پوتین یرغل ننني نړیوال نظم ته فوري او تر ټولو حاد چلنج وباله.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي، چې د روسیې د اجیرو سرتېرو د شرکت مشر یفګیني پریګوژین تېره اوونۍ د روسیې د پوځي رهبرۍ پر خلاف خپل جنګیالي د لنډمهالي بغاوت لپاره رهبري کړل.