وېسټ: ازبکستان د افغانانو د ملاتړ په اړه خپلې فعالې ونډې ته دوام ورکوي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی وايي، ازبکستان د افغانستان په تړاو خپلې ډيپلوماسۍ او د افغانانو په ملاتړ کې خپلې مهمې او فعالې ونډې ته دوام ورکوي.

ټام وېست تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف د بیاکتنې د فرصت هرکلی کوي.

ویل شوي، په دې کتنه کې د سیمه ییز امن او سوکالۍ په تړاو پر ګډو ګټو هم خبرې شوې دي.