د سرې میاشتې ټولنه: په افغانستان کې سېلابونو ۵ کسان مړه کړي

په لوګر کې سېلابونو زیانونه اړولي. 12.06.2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د افغانستان په ځینو برخو کې تېره اوونۍ بهېدلو سېلابونو لږترلږه ۵ کسان مړه کړي او سلګونه کورونه زیانمن کړي دي.

دغې ټولنې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، نن په خپل ټویټر کې لیکلي، دغو سېلابونو په کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردګ، ننګرهار، لوګر او پکتیکا ولایتونو کې پراخ زیانونه اړولي او سلګونه څاروي هم تلف کړي دي.

سره میاشت وايي، په سېلاب ځپلو سیمو کې یې خپلې مرستې پیل کړي دي.