کريملين لا هم د 'سیرګي سورویکین' د تري تم کېدو په اړه غلی دی

په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو د مرستیال قوماندان سیرګي سورویکین

کریملین په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو د مرستیال قوماندان سیرګي سورویکین د تري تم کېدو په اړه لا هم چوپه خوله پاتې دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د واګنر د ملېشه ډلې د مشر ایفګیني پریګوژین له ناکام پاڅون وروسته د وضعیت د کنټرولولو هڅه کوي.

وروسته له دې چې جنرال سورویکین د واګنر ملېشو د تېرې اونۍ د پاڅون په پای کې د عوامو له سترګو تری تم شو د هغه په اړه ګنګوسې په زیاتېدو دي.

د واګنر ملېشو د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین د روسیې په یرغل کې مهم رول لاره.

له دې مخکې د سورویکین د نیول کېدو راپورونه هم ورکړل شوي وو.