اوکرایني پوځ په ختیځ کې د یو لړ بریاوو ادعا کړې

په باخموت کې د روانې جګړې یو انځور

د اوکراین پوځ ادعا کوي، چې د ختیځې دونېڅک سیمې د جبهې په جګړو کې یې یو لړ بریاوې ترلاسه کړې دي.

د اوکراین د ستردرستیز دفتر نن په یو بیان کې وویل، د روسیې د عملیاتو تمرکز تر ډېره د لیمان، باخموت او مارینکا پر شاوخوا سیمو دی.

په دې سیمو کې درنې جګړې له ډېرې مودې راهیسې روانې دي.

کییف وايي، پوځیان یې د باخموت په شاوخوا کې پر روسي ځواکونو فشارونو ته دوام ورکوي.

په عین حال کې د اوکراین په جنوب کې د زاپوريژیا د اټومي بټۍ په شاوخوا کې د احتمالي جګړو د پېښېدو له کبله اندېښنې په زیاتېدو دي.

د اروپايي ټولنې مشرانو په سیمه کې د درنو جګړو د راپورونو له خپرېدو مخکې له اوکراین څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی.

دوی په بروکسل کې د دوه ورځنۍ غونډې پرمهال ژمنه وکړه، چې له اوکراین څخه د دوی پوځي ملاتړ به د اړتیا تر وخته دوام وکړي.