په بامیان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۴ کسان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بامیان ولایت موقعیت

په بامیان کې د يوې ترافیکي پېښې له ۴ تنه مړه شوي او دوه ټپيان دي.

باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د بامیان د امنیه قومندانۍ د ویاند محمد خواني رسا په حواله ویلي، پېښه پرون پنجشنبه د یوه موټر د چپه کېدو له کبله شوې.

د بند امیر- بامیانو ترمنځ سړک کې د شوې دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.

په افغانستان کې د اختر په شپو ورځو کې هر کال د ترافیکي پېښو ګراف لوړېږي.

په تېر کوچني اختر کې د ترافیکو ریاست وویل، د دغو پېښو له کبله ۲۰ تنه وژل شوي او څلوېښت نور ټپیان شوي دي.

بل لورته شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د طالبانو د ترافیکو ریاست وویل، د درېیو میاشتو په اوږدو کې په ټول افغانستان کې ۳۳۰ ترافیکي پېښې شوي چې شاوخوا ۶۰۰ کسان په‌کې مړه او ټپيان شوي دي.