د ترکیې ولسمشر په سويډن کې د قران کريم د يوې نسخې پر سوځولو نيوکه وکړه

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر وروسته له هغې د سويډن پر حکومت کلکه نيوکه وکړه چې په سټاکهولم کې د قرانکریم یوه نسخه وسوځول شوه.

رجب طیب اردوغان وویل، ترکیه به هیڅکله د پارونکو سیاستونو او تهدیدونو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي.

اردوغان د اختر په دویمه ورځ د خپل ګوند غړو ته وویل، موږ به د لوېدیځ د هغه په خبره" کبرجنو" خلکو ته دا ور زده کړو چې د مسلمانانو مقدساتو ته توهین د بیان ازادي نه ده.

هغه زیاته کړه ترکیه به د د دغه کرغېړن اعتراض پر وړاندې سخت غبرګون ښکاره کړي.

د سويډن پولیسو د قران کریم پر ضد د لاریونونو اجازه ورکړې وه، خو وروسته له هغې چې په دې لاریونونو کې د قرانکریم یوې نسخې ته اور واچول شو، پولیسو هغه شخص چې دا کار يې ترسره کړی و د یوې توکمیزې یا ملي ډلې پر ضد پر پارونکو کړنو تورن کړ.

د ایران، عراق او سعودي عربستان په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو په سويډن کې د پنجشنبې په ورځ د قران کریم سوځول غندلي او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول کړنې به د نړۍ د مسلمانانو احساسات راوپاروي.