طالبانو په کابل او ولایتونو کې لسګونه زره امنیتي کسان ګمارلي

د کابل د شاه دوشمشېرې جومات ته نږدې یو طالب. June 28, 2023

د طالبانو حکومت وایي، چې په کابل او ولایتونو کې یې لسګونه زره امنیتي کسان د اختر د ورځو امنیت ته ګمارلي دي.

باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی لیکلي، پرون میلیونونه کسانو د اختر لمونځونه په ارامه فضا کې ترسره کړل او د ورځې تر پایه د کومې پېښې راپور ورنه کړل شو.

د طالبانو امنیتي کسان په سړکونو، لارو کوڅو او تفریح ځایونو کې د پخوا په نسبت ډېر لېدل کېږي.

د ازادي راډیو اورېدونکو هم له بېلابېلو سیمو ویلي، چې اختر یې په ارامه فضا کې لمانځلی، خو په خبره یې له اقتصادي اړخه یې د اختر رنګونه پیکه شوي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې څه باندې ۲۸ میلیونه افغانان سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.