د افغانستان په يو شمېر سیمو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

په پروان کې د وروستیو بارانونو یو انځور

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې په شپاړسو مرکزي، ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې د شدید باران او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه خبر داری تر نن پنجشنبې پورې د اعتبار وړ دی او د دوی د اټکل له مخې ځینو سیمو کې د تندریز باران کچه ممکن له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې ورسېږي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې وړمه ورځ د پروان په کوه صافي او سرخ پارسا ولسوالیو کې سېلابونو لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړه.

د پروان د کوه صافي ولسوال مولوي عبدالمتین ازادي راډیو ته ویلي، چې دغو سېلابونو کې ۶۰ کیلو متره سړک ویجاړ شوی او دغه راز ۳۰۰ څاروي تلف شوي دي.