د اوکراين دفاع وزير: زرګونه اوکرايني سرتېرو پوځي تمرينونه بشپړ کړي

په بریتانیا کې اوکرایني سرتېري د روزنې پر مهال. February 22, 2023

د اوکراین د دفاع وزیر وایي، زرګونه اوکرایني سرتېرو د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې پوځي تمرینونه بشپړ کړي دي.

جنرال سرهي نایف پرون ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل، د دوی ۲۴ زره سرتېرو دغو تمرینونو کې برخه درلوده.

وروسته له هغې چې شاوخوا ۱۶ میاشتې وړاندې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، څو اروپایي هېوادونو د یرغل د مخنیوي لپاره د اوکرایني سرتېرو روزنه پیل کړه.

پر اروپایي ټولنې سربیره د اوکراین زرګونه نور سرتېري د روزنې لپاره امریکا، کاناډا او بریتانیا ته هم استول شوي دي.