کریسټرسن: سویډن د ناټو غړیتوب غواړي

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن نن وویل، چې سویډن تر اوسه غواړي چې د ناټو غړی شي که هغه د راتلونکې میاشتې د ویلنیوس له سرمشریزې مخکې وې یا وروسته.

سویډن او فنلنډ تېر کال پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د لسیزو ناپېیلی دریځ یوې خوا ته کړ او له ناټو سره یې د یو ځای کېدو پرېکړه وکړه.

فنلنډ په تېره اپرېل میاشت کې د ناټو رسمي غړی شو، خو د سویډن د غړیتوب پروسه د ترکیې او هنګري د مخالفت له امله ځنډېدلې ده.