چارواکي: په کراماتورسک کې د روسيې د برید له کبله د مړیو شمېر ۸ ته لوړ شوی

د اوکراین په کراماتورسک کې د روسي راکټي برید له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اوکراین د بېړنیو خدماتو اداره وايي، چې پر ختیځ کراماتورسک ښار د روسیې د راکټي برید د مړو شمېر اتو تنو ته لوړ شوی او ۵۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د روسیې پوځ پرون د جون ۲۷مه پر دې ښار دوه توغندي وویشتل.

دا توغندي د ښار په مرکزي برخه کې پر هغه رسټورانټ ولګېدل چې ډېره ګڼه ګوڼه په کې وه.

د بېړنیو خدماتو ادارې پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي، چې درې مړي د نړېدلې ودانۍ له کنډوالو لاندې راایستل شوي او د نورو مړو او ټپیانو د موندنې لپاره عملیات روان دي.