امریکا اوکراین ته د پوځي مرستو نوې کڅوړه ورکوي

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون

متحدایالات اوکراین ته د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو نوې کڅوړه ورکوي.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون پرون د جون ۲۷مه وویل، په دې کڅوړه کې د روسیې پرضد په دفاعي عملیاتو کې له اوکرایني ځواکونو سره د مرستې لپاره د براډلي جنګي ګاډو او د ستریِکر زغرګاډو په ګډون پوځي وسایط او نور تجهیزات شامل دي.

په دې اړه د پنټاګون په بیان کې راغلي، چې د دې پوځي مرستې هدف د روسیې د اشغال پر ضد په مبارزه کې د اوکراین ملاتړ دی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر ټویټر د امریکا مرسته ستایلې او لیکلي یې دي، چې دا به د اوکراین ځواک نور هم زیات کړي.