د اسرایيل د بهرنيو چارو وزارت د اوکراين سفير احضار کړی

په اسراییل کې د اوکراین سفیر یوکین کورنیچوک

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، چې د اوکراین سفیر یې له هغو څرګندونو وروسته د وضاحت لپاره احضار کړی، چې د اسراییل حکومت یې په ښکاره د روسیې په ملاتړي دریځ تورن کړی دی.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، د اسراییل د پالیسۍ پر وړاندې د اوکراین د سفیر یوکین کورنیچوک مکررو څرګندونو ته په پام نوموړی د جولای په درېیمه نېټه د بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتی، چې د خپلو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي.

اسراییل د تېر کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، هڅه کړې چې د جګړې د ښکېلو لورو ترمنځ بې پرې ووسي.