ولې باید د څارویو د ذبح کولو پر مهال روغتیايي تدابیر جدي ونیسو؟

Your browser doesn’t support HTML5

که څه هم په دې ورځو کې په کابل کې د څارویو بازار نسبتاً تود دی، خو پلورونکي وايي، چې د پیسو د نشتوالي له امله خلک د پخوا په پرتله د قربانۍ لپاره لږ څاروي اخلي. له بلې خوا ډاکتران خبرداری ورکوي، چې د لوی اختر پر مهال د دغو څارویو حلالول ښايي د کانګو تبې په نوم د ناروغۍ د لا پراخېدو لامل شي.